زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ د اتل افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د لوبغاړو په مالي ملاتړ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ، چې ۲۴ ورځې وړاندي پيل شوې وې د اتل افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د اتل افغان او ملک ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ملک ټایګر لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د پینځو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د اتل افغان لوبډلې یاد هدف ۱۱،۲ اورونو کې د څلورو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.