زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو اولویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې استاد عبدالله کلب ورزشکارانو لومړی او عبدالشکور کلب بیا دویم مقام ترلاسه کړ.
