زابل؛ مرکز قلات ښار کې د لس لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هریرود لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هریرود لوبډلې د ۷ پر ۶ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتل افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
