زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ تر سره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۹:۱۹
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ تر سره شوې

د زابل ولايت، په مرکز قلات ښار، مرکز بازار سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په نوم د فوټبال سيالۍ تر سره شوې.

دغو سیالیو درې اوونۍ دوام وکړ، چې پایلوبې ته د استقلال او ترنګ لوبډلو لار پیدا کړه، په پایلوبه کې د استقلال لوبډلې سیالې ترنګ لوبډلې ته په پینالټیو کې د 5-4 ګولونو په توپیر ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې د بدني روزنې او ورزش آمریت له خوا لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS