زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۲۳:۵۲
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ د باباګک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د باباګک او ځوزګري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې باباګک لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ په زابل ولایت کې ملي او دودیزو لوبو ته د ودې په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS