زابل؛ مرکز قلات ښار شاه حسن خېلو کلي کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت ورزش امريت له لوري مرکز قلات ښار شاه حسن خېلو کلي کې د اختريز جام په نوم د ١٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
همداراز د زابل په شاجوى ولسوالۍ هم د اختر په مناسبت د نېزې وهنې سيالۍ پيل شوې.
دغه راز په ورته وخت کې د یاد ولایت د شاه جوى، ارغنداب، مېزانې، او د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ د ٣٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ هم د نېزې وهنې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې دوام وکړي.
