زابل؛ قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سيالي ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۲:۳۵
زابل؛ قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سيالي ترسره شوه

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د قلات ښار په صحراني سيمه کې د دوو لوبډلو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سيالي ترسره شوه.

په يادې سيالي کې د سينک او بازار کليو لوبډلو گډون کړی و، چې په پايله کې د سينک لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، د ترسره کېدو موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS