زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۴۴
زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د لوړې شينکۍ او ښکتې شينکۍ غېږ نيونکو ترمنځ وشوې، په پايله کې د ښکتې شينکۍ غېږ نيونکو په بريا پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۳۲
Background image

بغلان کې د درېیو ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پلحصار ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د پلحصار، د بنو لوبډلې او د ده صلاح ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار سلطان غازي ښارګوټي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۳۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او ملي او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په یوسف خېلو ولسوالي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

BACK TO NEWS