زابل؛ شهر صفاء ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ‌ نيونې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۲۱
زابل؛ شهر صفاء ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ‌ نيونې سيالۍ تر سره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت او د يونسيف مؤسسې په همکارۍ د دې ولايت په شهر صفاء ولسوالۍ کې د ولسواليو په کچه د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې.

په دغو سياليو کې د کندهار دامان، مانيشن، د زابل شهر صفاء او ميزانه ولسواليو پهلوانانو گډون کړی وو.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د شهر صفاء ولسوالۍ پهلوانانو په بريا پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو موخه، ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو او په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره پهلوانانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS