زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د استاد عبدالشکور کلب ورزشکارانو د استاد اباسین کلب ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
