زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د کیک جستو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۹:۵۰
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د کیک جستو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت په مرکز شاجوی ولسوالۍ کې د فیروزي او استاد محب الله کلپونو د ۲۴ ورزش کارانو ترمنځ د کیک جستو سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د ځوانانو او زلمیانو په کټګوري کې د ولایتي لوبو لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پایله کې د ولایتي لوبو لپاره د ځوانانو له ډلې څخه پنځه او د زلمیانو له ډلې څخه درې تنه ورزش کاران وټاکل شول.

دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره شوې، چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته به په بلخ ولایت کې د کیک جستو ولایتي سیالۍ پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۴۵ پهلوانانو خپلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند دورې لاندې ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند اماني جمنازیوم کې له اووه کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

د یاد سیاليو په پای کې تڼیو کاروان. . .

BACK TO NEWS