زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چینو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چینو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې شیخ مټي الف، شیخ مټي ب، چینو او بابا هوتک لیسې لوبډلو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو پایلوبه د چینو او شیخ مټي الف ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې چینو لوبډلې ۳/۲ د میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په موخه ترسره شوې او په پای کې د یاد ولایت ورزشي آمریت له لوري لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شو.
