زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۴۸
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له څلورو لوبډلو د ۲۴ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له قرباغ، شاجوی، مقر او ناوې ولسواليو لوبډلو څخه نېزه وهونکو گډون کړی وو، چې په پايله کې شاجوی ولسوالۍ د زياتو امتيازوتو په ترلاسه کولو سره لومړی، مقر دويم او قرباغ درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د نېزه وهونکو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS