زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٦٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٦٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د استاد نادرخان او استاد عبدالخالق له کلبونو د ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د استاد نادرخان کلب لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د اختر په ورځو کې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
