زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٤٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۲۲:۶
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٤٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د پنځو کلبونو د ٤٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد نادرخان کلب لومړی او د استاد روزي محمد کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۱۷
Background image

بلخ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ساحل باختر لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات؛ ګلران ولسوالۍ کې د ګلران ځوانانو سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو

په ګلرنګ ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د دولتي مسوولینو، ورزشي مسوولینو او د ورزشکارانو په شتون کې د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو.

دغه کلب د سنوکر درې پایه میز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

کتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د تنکيو. . .

BACK TO NEWS