زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۱
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د استاد موسی خان او استاد عصمت الله کلبونو ورزشکارانو د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی و، چې په پايله کې د موسی خان کلب ورزشکارانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ کراټې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا!

د بامیان ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

BACK TO NEWS