زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٨ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د جمناستک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ٢٨ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د استاد روزي محمد کلب لومړی، د استاد نوري کلب دویم او د استاد سمیع الله کلب ورزشکارانو درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.