زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت لهدلوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د نادر خان کلب ورزشکارانو لومړی او عبدالغفور کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
