زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ دکراټی سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد موسی خان کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد شیرخان کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
