زابل؛ شاجوی ولسوالي کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ملي او عنعنوي لوبو د مدیریت له لوري د همغږي په نوم د استاد روزي محمد د کلب د دوه لوبډلو د ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ چې د استاد روزي محمد په کلب کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، د ماښام لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
له يادو لوبو څخه موخه ملي او دودیزو سیالیو ته وده ورکول او محلي ورزش ته د و رزشکارانو هڅونه ښودل شوې دي.
