زابل؛ د قوة الرمي ۴۰ تنو ته د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول
د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د قوة الرمي فدراسیون په استازیتوب د طوفان کلب ۴۰ تنو ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول.
به همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د زابل د بدني روزنې او سپورټ امریت مسؤولینو، ملي سوداګرو، ورزشکارانو او د قوة الرمي مینوالو ګډون کړی و.
د ارتقاء د کمربندونو او د اړوند اسنادونو د ورکړې ترڅنګ د استاد نجیب الله طوفان د کلب د مسؤولینو له لوري په زړه پورې نمایشات هم ترسره شول.
په پای کې د زابل د سپورټ امریت له لوري ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او برخه والو ته ملي سوداګرو نغدي ډالۍ ورکړې.
