زابل؛ د شاجوی ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ايلوين سټار لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۹:۴
زابل؛ د شاجوی ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ايلوين سټار لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د زابل ولايت شاجوی ولسوالۍ په شوبار سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي ايلوين سټار لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبې ته ایلوين سټار او روحاني باره خېلو لوبډلو لار موندلې وه، د لوبې پچه‌ ايلوين سټار لوبډلې وګټله او لومړی چې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په پايله کې يې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته يې د شپږو ویکټو په زيان ۱۰۸ منډې هدف کېښود؛ بل لوري ته روحاني باره خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۷ منډې وکړې او په ۱۱ منډو يې سيالې لوبډلې ته ماتې ومنله.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د فعال او زيارکښ ځوان جلال الدين ژوندي په نوښت او مالي ملاتړ ترسره شوې، چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ پيل او تېره ورځ پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS