زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۲۱:۳۱
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلاګۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې نیکنام، کلاګۍ، لب دريا او هريرود لوبډلو ګډون کړی و چې پایلوبه يې د کلاګۍ او هریرود لوبډلې ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې کلاګۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ د ورزش کارانو ترمنځ د یووالي د ټینګښت په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS