زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له دوو لوبډلو د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د محمد خېلو او سلیمانځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې محمد خېلو لوبډلې بریا خپله کړه.
