زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سلیمانزو او مرغایي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سلیمانزو لوبډلې د ٢/١ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
