زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د مليخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د کرکټ سیالۍ د ملیخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ملیخېلو او خوارځنګې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ملیخېلو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه خو خوارځنګې لوبډلې یې په ځواب کې ۱۳۳ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۵ منډو په توپیر وبایلله.
د یاړونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې د زابل ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.
