روشن لوبډلې د ۱۴کلونو فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه
په سمنګان ولایت کې د ۱۴کلونو فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د ۱۲لوبډلو په ګډون سره د دې ولایت د ورزشي امریت په مرسته د فوټبال فدراسیون له لورې په سولې ورزشي لولغالي کې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
په همدې مناسبت نیول شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون، ورزش مسؤلینو او د فوټبال مینه والو ګډون درلود چې د روشن کلپ د پامیر سولې کراټې پر وړاندې فاینل لوبې ترسره کېدل له نږدې وکتله چې د دې دواړو لوبډلو لوبه ۱/۱مساوي پای ته ورسېده. خو په پاینالتي شوټونو کې د روشن کلپ اتل او پامير سولې کراټې لوبډله نایب اتل وپېژندل شو.
په سمنګان ولایت کې دا سیالۍ پر داسې مهال ترسره کیږي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په مختلفو سني ګټګوریو کې د غوره لیګ سیالۍ پیل شي.
