روسیه؛ د افغانستان بډمنتون درې لوبغاړو د روسیې برکس سیالیو کې د ۱۶ غوره پړاو سیالیو ته لاره پیداکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۱:۹
روسیه؛ د افغانستان بډمنتون درې لوبغاړو د روسیې برکس سیالیو کې د ۱۶ غوره پړاو سیالیو ته لاره پیداکړه

د افغانستان بډمنتون ملي لوبډلې درې لوبغاړو د روسیې برکس سیالیو کې، چې د روسیې هېواد په کوربتوب کازان ښار کې ترسره کیږي، له څلورو بریاو وروسته د روسیې برکس سیالیو ۱۶ غوره پړاو انفرادي سیالیو ته لاره پیدا کړه.

په دغو سیالیو کې صادق بارکزي، اسماعیل جاهد او الهام اکبري د برکس سیالیو په بډمنتون ګروپي سیالیو کې وکولای شول، چې د ښو لوبو په کولو سره د یادو سیالیو ۱۶ غوره پړاو غوراوي لوبډلو ته لاره پیدا کړي.

په همدې وخت کې د نارینه جوړو په برخه کې ورزشکارانو هم په اتو لوبو کې دوې بریاوې خپلې کړې.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان هم د روسیې کازان ښار کې د برکس نړیوالو سیالیو (brics games 2024 russia) کې له ۱۳ هېوادونو سره ګډون لري.

د افغانستان بډمنتون پنځه کسیزه لوبډلې، چې په انفرادي ډول یې ګډون کړی وو، وکولای شول خپلې لومړۍ سیالۍ په ښو امتیازونو وګټي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS