راشد خان په شل اوریز کرېکټ کې تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۱:۵۱
راشد خان په شل اوریز کرېکټ کې تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړی راشد خان د نړۍ‌وال شل اوریز کرېکټ لوبو کې د ۶۳۳ ویکټو په اخیستلو د نړۍ مخکښ ویکټ اخیسټونکی شو.

تر راشد خان مخکې د ویسټ اینډیز چټک توپ اچوونکی دوان براوو د ۶۳۱ ویکټو په درلودو تر ټولو مخکې و، خو راشد خان د سویلي افریقا کریکټ لیګ د تېرې ورځې لوبه کې دوه ویکټې واخیستې او د براوو ریکارډ یې مات کړ.

راشد خان د ۲۰۱۵ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې شل اوریز نړۍ‌وال کرېکټ پیل کړ، چې اوس مهال د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر دی.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS