د 2020 کال د المپيک نړيوالو سيالیو کې د ګډون لپاره د افغان نښه ويشتونکو سيالۍ ترسره شوې.

Afzal-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۳:۵۶
د 2020 کال د المپيک نړيوالو سيالیو کې د ګډون لپاره د افغان نښه ويشتونکو سيالۍ ترسره شوې.

د 2020 کال د المپيک نړيوالو سيالیو کې د ګډون لپاره د افغان نښه ويشتونکو سيالۍ ترسره شوې. په دې لوبو کې دېرشو ښځينه لوبغاړو د کابل له کلپونو، پوليسو، اردو او امنيت څخه ګډون کړی و. دا لوبې د يوې ورځې لپاره جوړې شوې وې چې يوازې دوه یې ترې ټاکل کېږي. د بدني روزنې او ورزش رياست او المپيک د ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي سيالۍ له نږدې ننداره کړې او لوبغاړو ته يې د بري هېله وکړه. د يادولو ده چې تر لوبو وړاندې لوبغاړو ته روزنيز کورس هم جوړ شوی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS