د کندهار د ورزش او بدني روزني ریاست ریس مولوي ابرار احمد لبیب د کانګفتوا فدراسیون ورزشکاران وستایل ۔

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۸
د کندهار د ورزش او بدني روزني ریاست ریس مولوي ابرار احمد لبیب د کانګفتوا فدراسیون ورزشکاران وستایل ۔

د کندهار د ورزش او بدني روزني ریاست ریس مولوي ابرار احمد لبیب د کانګفتوا فدراسیون هغه ورزشکاران چي تیره هفته یي د هلمند په ولایتي سیالیو کي لومړي مقامونه ګټلي وه وستایل ۔

یاد پروګرام د کندهار په ماهر کیک بوکسینګ کلب کي جوړ سوي وو چي پکښي د یاد کیک بوکسینګ کلب مسؤل میریویس فرقانیار د کانګفتوا فدراسیون مسؤل استاد شیرزاد نوري او د کندهار د ورزش او بدني روزني ریاست ریس مولوي ابرار احمد لبیب او ګڼ شمیر ورزشکارانو ګډوند درلود ۔

د کندهار د ورزش ریاست ریس لومړي د کانګفتوا فدراسیون د مسؤل څخه مننه وکړل چي په خپل ټول زیار سره يي یاد ورزشکاران روزلي دي او د کامیابي تر پوړي یي رسولي دي ۔

په دوهم قدم کي يي د ټولو ورزشکارانو څخه مننه وکړل او د هرډول همکاري ډاډ يي ورکړ او زیاته یي کړه چي کوښښ وکړي د هیواد په سطحه قهرمانان سي او په ستاینلیکو او مختلیفو جایزو سره تقدیر کړل ۔

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS