د کندهار د الف لوبډلو د لیګ اتلولي اتفاق خانزاده لوبډلې وګټله
د کندهار ولایت په احمد شاهي لوبغالي کې د لسو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال د غوره لیګ قهرماني اتفاق خانزاده لوبډلي وګټله .
یاد لیګ څه موده وړاندې د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کې د لسو الف لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ چي اتفاق خانزاده لوبډلې یې د اتلولي جام ترلاسه کړ .
د یاد لیګ د پای په مراسمو کی د کندهار د ورزش ریاست ریس مولوي ابرار احمد لبیب د کندهار د فوټبال فدراسیون ریس مولوي حزب الله مهاجر، د سوداګرۍ خونې، رئیس حاجي محمد صدیق مهمند، ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون درلود.
په پای کې لومړی مقام ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او پياوړو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.
