د کندز په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال یو ورځنۍ دوستانه سیالي ترسره شوه
د کندز ولایت د ورزشي ریاست او فوټبال فدراسیونه له لوري د ځوانانو د تشویق او هڅوونې په موخه د سمنګان ولایت فیروزي او کندز ولایت ستاره های سادات لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالي ترسره شوه.
په دغه سیالي کې سمنګان پیروزي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او سیالي یې وګټله.
په دغه سیالي کې پر ورزشي مسوولینو سربېره ګڼو نندارچیانو هم ګډون کړی و.
