د کندز په مرکز کې د ۸۸ چاپندازانو په ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د وزلوبې فدراسیون له لوري د دورري په سر ورزشي لوبغالي کې د مرکز او ولسوالیو د ۸۸ چاپندازانو په ګډون د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د میدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق غلان پهلوان د حلال دایرې ته ورساوه او دویم اخر الاق ذبیح الله پهلوان تر حلال دایرې پورې ورساوه، چې د اس خاوند له لوري یې ۲۰۰ ډالره جایزه ترلاسه کړه.
یاده سیالۍ د هرې اوونې په پای کې د کندز ولایت وګړو ته د یوه سالمې تفریح په موخه نیول کیږي.