د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۲
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

کندز ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې د ورزش ترڅنګ د هېواد د پرمختګ په هره برخه کې مخکښ او پیاوړي دي، د دغه ولایت خلک له ورزش سره بې سارې مینه لري، چې ښه بېلګه یې په وزلوبې سیالیو کې د مینوالو ګڼ شمېر ګډون دی.

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي، چې په دغه راپور کې یې په لنډ ډول لوستلی شئ.

په ټوله کې په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۲۲ فدراسیونونه فعالیت لري. د دې ترڅنګ پکې ۴۸ کلبونه فعال دي او ۲۱۰۰۰ رسمي او غیر رسمي ورزشکاران پکې پر ورزش بوخت دي.

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال ۴۴۱ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې ۹۵ یې په مرکز او ۳۴۶ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

د دغه ولایت ورزشي ریاست له لوري د رزونکو، لوبڅارانو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړنې په موخه د فوټبال، رزمي ورزشونو فدراسیونونو او دعوت و ارشاد ریاست له لوري ۱۹۰ کسانو ته د ظرفیت لوړونې او دعوتي سمینارونه ورکړل شوي دي.

په ټوله کې په دغه ولایت کې لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې شوې دي، چې له جملې یې په مرکز امام بخاري ښارګوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وې، چې د غبرګولي میاشتې په ۲۵مه نېټه د الچینو تیموري لوبډلې په اتلولۍ پای ته وسېدې، همداراز په مرکز کندز ښار او ولسوالیو کې د زرګونو ورزشکارانو ترمنځ د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په موخه د زمري په ۲۵مه ورزشي جشنوارې او ورزشي نندارې وړاندې شوې، د دې ترڅنګ په دغه ولایت کې د فوټبال، والیبال، ټېپ بال کرکټ، بدن ښکلا کورش پهلوانۍ، وزلوبې او ... سلګونه لویې او وړې ورزشي برنامې شوې دي، چې زرګونه کسانو پکې ګډون کړی دی.

له دغه ولایت څخه په ۱۴۰۴ کال کې په ملي او ټاکنیزو سیالو کې ۹۶ ورزشکارانو ګډون کړی دی او ۹ ورزشکاران ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲ - ۸:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲ - ۸:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲ - ۸:۴۲
Background image

پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ٤٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ٤٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو. . .

BACK TO NEWS