د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۹
د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز سره د (اي انډ) درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې دغه هېواد ته د ٣٨ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې درویش رسولي پر ٥٩ توپونو د دوه شپږیزو او اته څلوریزو پر مټ ٨٤ منډې جوړې کړې او په ډګر ساتنه کې یې درې مهم کېچونه ترلاسه کړل، چې پر اساس یې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان به خپله دویمه لوبه سبا (چهارشنبه، د جنوري ٢١مه) له دغې لوبډلې سره تر سره کړي.

یادې سیالۍ د افغانستان په کوربه توب د دوبۍ نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې نن ( د جنوري ١٩مه) پیل شوې او تر ٢٢مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لور ي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او خوسي دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ ځوانانو په عمري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۱۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ٣٠. . .

BACK TO NEWS