د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۰
د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د کرېکټ یو ورځنۍ نړۍ وال جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ۱۳۸منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له سویلي افریقا څخه د ۲۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

افغان لوبډله به راتلونکې لوبه کې له تانزانیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

له نوولس کلنو کم عمره نړۍوال جام سیالۍ د شپاړس لوبډلو په ګډون په څلور ګروپونو کې د زیمبابوې او نامیبیا هېوادونو په کوربه‌توب د روانې میلادي میاشتې پر ١٥ مه پیل شوي او د فبروري تر ٦مې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له ټانزانیا، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز سره سیالۍ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۸:۵۱
Background image

کابل؛ د فوټبال پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پای ته ورسېد

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه ۱۵ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس، چې نږدې يوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د افغانستان وزلوبې ملي لوبډلې د کوکپر وزلوبې نړۍوالو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې روسیې ته د ۵ پر صفر نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان وزلوبې ملي لوبډلې د کوکپر وزلوبې نړۍوالو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې روسیې ته د ۵ پر صفر نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې مجارستان ته ١۴ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۸:۳۲
Background image

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د افغانستان پلازمېنه کابل د هېواد یو له ګڼ مېشتو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر وګړي یې، په ځانګړې ډول ځوانان یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو د ځوانانو په څېر له ورزش سره د خاصې مینې له. . .

BACK TO NEWS