د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سويلي افريقا پر وړاندې هم ماتې وخوړله
د افغانســــــــتان کرکټ ملي لوبډلې د روان ٢٠٢٣ پنجوس اوريز نړيوال جام کې په خپله نهمه لوبه کې د سويلي افريقا پر وړاندې هم ماتې ومنله.
افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې يې د ټولو ويکټو په زيان د سويلي افريقا لوبډلې ته د ٢٤٥ منډو هدف کېښود.
په مقابل کې د سويلي افريقا لوبډلې ورکړل شوى هدف د پنځو ويکټو په زيان سره د لوبې په ٤٧.٣ اور کې پوره کړ.
افغانستان لپاره د توپوهنې په برخه کې عظمت الله عمرزي ٩٧، رحمت شاه ٢٦، نور احمد لګڼوال ٢٦ او رحمن الله ګربز ٢٥ منډي وکړې.
همداراز د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان٢ محمد نبي٢، مجيب الرحمن يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د افغانســــــــتان د کرکټ ملي لوبډله له دې ماتې سره له نړيوال جام څخه بهر شوله.
