د کرکټ نړیوال جام؛ استراليا د شپږم ځل لپاره د پنځوس اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۲۱:۵۹
د کرکټ نړیوال جام؛ استراليا د شپږم ځل لپاره د پنځوس اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

د کرکټ ١٣ پړاو په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د استراليا لوبډلې د هند لوبډلې ته د ٦ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره يې د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

استراليا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او هند لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. هندي لوبډلې د لسو ويکټو په زيان سره اسټراليا لوبډلې ته د ٢٤١ منډو هدف ورکړ.

د اسټراليا لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې په ٤٣ اور کې پوره کړ او لوبه يې د ٦ ويکټو په توپیر وګټله.

د اسټراليا لپاره په توپوهنه کې تراوس هيډ ١٣٧، مارنس لبس چېنج ٥٨ منډې وکړې.

د هند لپاره په توپوهنه کې کي ايل راحول ٦٦، ويرات کولي ٥٤ او روهيت شرما ٤٧ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې اسټراليا لوبډلې لپاره ميچل سټارک د هند درې، جوش هزلووډ دوه، پټ کومنس دوه، ګلن مکسويل او ادم زمپا يو يو لوبغاړى وسوځول.

همداراز د هند لپاره بيا په توپ اچونه کې محمد شمي يوه، جسپريټ بومرا دوه او محمد سراج يوه ويکټه ترلاسه کړله.

د اسټراليا لوبډلې له دې بريا سره د شپږم ځل لپاره د پنځوس اوریزو نړیوال جام کپ ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS