د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو دوام
د والیبال دا سیالۍ چې د کاپیسا ولایت د بدنې روزنې ریاست لخوا د نجراب ولسوالۍ د اته لوبډلو ترمنځ د غوره لوبډلې د غوراوي په موخه د لیګ په توګه د یادې ولسوالۍ د غوث درې والیبال لوبغالي کې پیل شوي د بدني روزنې او ورزش مسولینو او ګڼ شمېر مینوالو په شتون کې دوه سیالۍ ترسره شوې.
لومړۍ سیالۍ د خورشید خارج درې او عقابان نجراب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې " ۲ - ۰" د عقابان نجراب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
همدا راز په دویمه سیالۍ کې بیا د شاهین نجراب او طوفان نجراب لوبډلو یو د بل پر وړاندې خپل بخت وازمایه چې په پایله کې یې طوفان خپلې سیالې لوبډلې ته هم " ۲ - ۰" ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د والیبال دا سیالۍ به دوه اونۍ دوام وکړي.
