د کاپیسا په مرکز کې د ٣٠ غېږنيونکو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د پهلواني فدراسیون له لوري د کاپیسا مرکز کې د پهلواني په مرکزي کلب کې د ٣٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې.
د دې سياليو موخه د پهلواني ورزش وده او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
په پاى کې د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، د اتلولۍ حکمونه او تحسين نامې ورکړل شوې.
