د کاپيسا ولايت البيروني پوهنتون د فوټبال سيالۍ د انجنيري پوهنځۍ په ګټه پاى ته ورسېدې
د کاپيسا ولايت البيروني پوهنتون پوهنځيو ترمنځ د "ازادۍ" په نوم د فوټبال لوبي چې د لړم په ٦نېټه د ٩پوهنځيو ٩لوبډلو په ګډون په امتيازي شکل د البيروني پوهنتون ورزش مسوولینو له لوري د ياد پوهنتون د فوټبال په لوبغالي کې پيل شوې وې د انجنیري پوهنځۍ په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د انجنیري او طب پوهنځيو لوبډلو د زياتو امتيازونو په درلودلو سره فاينل ته لار وموندله چې په پاى لوبه کې د انجنیري پوهنځۍ لوبډلې د طب پوهنځۍ لوبډلې ته د "١-٠" پايلې سره ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو فاينل لوبه کې د پوهنتون رياست مرستيالانو، د بدني روزنې او ورزش امريت مسوولينو، د فوټبال فدراسیون داورنو کمېټې استازو، محصلینو او د ورزش مينه والو شتون درلود.
په پاى کې ورزش او پوهنتون ادارو له لوري ګټونکې لوبډلې ته کپ او مډالونه هم ورکړل شول.
