د کام ایر والیبال لوبډلې ۱۴مقام خپل کړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۰:۲۱
د کام ایر والیبال لوبډلې ۱۴مقام خپل کړ

د افغانستان کام ایر والیبال لوبډلې د اسیا کلبونو د اتلولۍ په دویم پړاو کې ټایلند هیواد ته له ماتې منلو وروسته څوارلسم مقام ترلاسه کړ.

د کویټ او هانګ کانګ لوبډلې په ۱۵ او شپاړسم مقام کې پاتې شوې.

له بل پلوه د لومړۍ مرحلې په نیمایي کې د ایران او قطر قوي لوبډلو له یوبل سره په درېیم مقام لوبه وکړه، چې په پایله کې قطر هیواد د ۳-۱ میدانونو په توپیر درېیم مقام خپل کړ.

همداراز د جاپان او اندونیزیا والیبال لوبډلې د لومړي مقام ترلاسه کولو لپاره میدان ته ښکته شوې، چې له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته جاپان لوبډلې اندونیزیایۍ لوبډله د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماته کړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

د افغانستان کام ایر والیبال لوبډلې د دغو سیالیو په لومړي ب ګروپ کې د چین تایپي، د ایران یزد شهداب او عراق هیوادونو له لوبډلو څخه د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې وخوړه.

کام ایر لوبډله په دویم پړاو کې د ۹ لوبډلو په ګروپ کې راغله، ترڅو له ۹نه تر ۱۶ مقام پورې یو یې ترلاسه کړي.

په دې مرحله کې په لومړۍ لوبه کې کام ایر لوبډلې له قزاقستانۍ لوبډلې څخه د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ومنله، په دویمه سیالۍ کې یې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او همداراز یې په درېیمه سیالۍ کې یمن هیواد ته هم د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او په څلورمه سیالۍ کې یې له تایلنډ هیواد څخه د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې وخوړه.

د اسیایي کلبونو د اتلولۍ په دغو سیالیو کې له ۱۶ هیوادونو څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و، چې د می میاشتې له ۱۴ مې نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې د بحرین هیواد په کوربتوب ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS