د کابل ښار څلورم زون د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسیدې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د سوک وهنې ملي فدراسيون په جمنازيوم کې د څلورم زون له ۳۴ کلبونو د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسیدې.
دغه سيالۍ د ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګورو کې تر سره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۶ ورزشکاران د کابل ښار څلورم زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شوه، چې په راتلونکې کې به د کابل ښار په کچه منتخبو سياليو کې ګډون وکړي.
د يادو سياليو موخه څلورم زون ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې درې ورځې يې دوام وکړي.
