د کابل ښار په کلپونو کې د وزن پورته کولو سیالۍ ترسره شوې
دغه سيالۍ د کابل ښار د کلپونو د ورزشکارانو په ګډون د يوې ورځې لپاره د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست د وزن پورته کولو په زال کې ترسره شوې. د وزن پورته کولو د فدراسیون مسؤل میر عبدالغفور رسولی د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ چې د سولې کپ تر نامه لاندې ترسره کیږي، د دغه پړاو سیالیو د پیلولو موخه د ورزشکارانو د کچې لوړول او د اسلامي امارت د بریا نمانځل دي. د بدني روزنې او سپورت عمومی ریاست مالي او اداري رئیس ښاغلي احمد ناصر زاخیلي د دې لوبې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ او ورزشکارانو ته یې په خطاب کې زیاته کړه چې د دغو سیالیو ترسره کېدل او د ورزشکارانو ګډون په هېواد کې د وزن پورته کولو د پرمختګ یوه بېلګه ده. ښاغلي زاخیلي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د افغانستان اسلامی امارت د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټه هوډ لري چې د په ټولو ورزشونو کې د هیڅ راز مرستې ډډه ونه کړي تر څو ورزشکاران وکولی شي په بهرنیو سیالیو کې ښې پایلې ترلاسه کړي. د يادونې وړ ده، چې د سولې کپ سيالۍ د يوې ورځې لپاره په لسو وزنونو او د لوي عمر لرونکو په کټګوريو کې د ٢٠ تنو ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.
