د کابل ولایت د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدمنټون منتخبې سیالۍ پای ته ورسیدې
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بډمنتون ملي فدراسیون له لوري د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ، د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ولایت د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ د کابل د بډمنټون منتخبې لوبډلې په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د دعوت او ارشاد رییس بریال عطايي ، د نشراتو او عام پوهاوي رییس الله محمد اتل مشواڼي او د بډمنټون فدراسيون رهبري پلاوو ګډون کړی و.
دغه سیالۍ چې په ۱۳,۱۵،۱۷,۱۹ او ۲۰ عمري کټګوريو کې ترسره شوې له هرې کټګورۍ څخه د نهو- نهو لوبغاړو په غوراوي پای ته ورسیدې.
دغو لوبو چې درې ورځې دوام وکړ په پای کې د هرې کټګورۍ غوره لوبغاړو ته د همدې لوبو ځانګړي وسایلو تار،کریپ او ریکیټ سربیره مډالونه او سرټیفیک ورکړل شول.
