د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بډمنتون ملي فدراسیون له لوري د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ، د یاد رایاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت استازو روکي، د ورزش ادارې مشاورینو، رییس صاحبانو، مشورتي بورډ غړو او ورزشکارانو ګډون کړی و.
د دغو مراسمو په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: ورزش د ملیتونو، قومونو او هیوادونو ترمنځ د وحدت او یووالي سمبول دی او ټول سره یو کوي.
نوموړي همداراز وویل: موږ په ټول توان او قدرت هڅه کوو، چې د ورزش د ودې په برخه کې کار وکړو او ورزش د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوو.
ښاغلي وثیق د ټولو فدراسیونونو استازو ته په خطاب کې وویل، چې موږ د پخوا په څېر په ورزشي ډګر کې ستاسو ملاتړ کوو او تر شا مو ولاړ یو، ده په خپلو خبرو کې د اندونیزیا اسلامي هیواد د سفارت له استازو مننه وکړه، چې د هیواد د ورزش په برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
ورپسې په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت استازي رکي سوبکجا خبرې وکړې زیاته یې کړه: خوښ یم چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په فضا کې د بډمنتونو لوبې ترسره کیږي، ده همداراز له افغانستان سره په ټولو برخو کې د ښو اړیکو څرګندونه وکړه او هیله یې وښودله، چې افغان ورزشکاران به په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې ولري او ښه وځلېږي.
د دغو مراسمو په پای کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی ریاست پخواني رییس او سیاسي شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن وینا وکړه وې ویل: په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د افغانستان د تخریب هڅه کوي او د ځوانانو د بې لارۍ لپاره ډول ـ ډول خپرونې او برنامې مخکته وړي، بیا هم د خوښۍ ځای دی چې زموږ ځوانان ورزش ته مخه کوي او ورزش ته اولیت ورکوي.
ښاغلي مطمئن خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: کله چې د لومړي ځل لپاره موږ ادارې ته راغلو په هغه وخت کې بډمنتون ورزش دومره اوڅار نه و؛ خو نن الحمدلله وینو چې بهترین لوبغاړي لري، چې په راتلونکې کې به په نړیواله کچه د افغانستان ښه استازولي وکړی شي، ده همداراز د اندونیزیا هیواد له استازو مننه وکړه، چې د ورزش په برخه کې همکاري کوي او ځوانان تشویقوي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په پنځو سني کټګوریو کې ترسره کېږي، درې ورځې دوام کوي او موخه یې د افغانستان په کچه د ټاکنیزو سیالیو لپاره د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.
