د کابل مرکزي زون د ۲۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۳۹
د کابل مرکزي زون د ۲۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د مرکزي زون له ۳۷ کلبونو د ۲۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې، چې یوه ورځ به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به په ۱۰ بېلا بېلو وزني کټګوریو او په سپورت فیزیک، اتلتیک فیزیک او بدن ښکلا سبکونو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۱۲۰ تنه ورزشکاران د کابل ښار مرکزي زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو د پيل مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د ورزش ادارې حقوقي مشاور انجینر سید رسول افغاني، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي، د فټنس او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس، د یاد ورزش ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار مرکزي زون منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل او د فټنس او بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS