د کابل لویدیځ زون د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۲۵
د کابل لویدیځ زون د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل لویدیځ زون د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او لسو کلاسونو کې د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ، چې درې ورځې به دوام وکړي، په پایله کې به یې له هر کلاس څلور تنه او د کټګوریو په برخه کې د ځوانانو له کټګورۍ ۴۰ تنه او د لویو ورزشکارانو له کټګورۍ ۴۰ تنه پهلوانان، چې ټول ۸۰ تنه پهلوانان کېږي د کابل پهلوانۍ سیالیو او لویدیځ زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

هېره دې نه وي، چې راتلونکي کې به هم دې ته ورته د نورو زونونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي او موخه یې د کابل پهلوانۍ سیالیو او لویدیځ زون منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS