د کابل غرب زون په کچه د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بوکسنګ فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل د غرب زون په کچه د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې څلور ورځې یې دوام وکړ، د کابل د غرب زون له ۲۲ کلبونو څخه پکې ۲۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې په هرو درېیو کټګوریو( نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) کې د کابل د غرب زون په کچه ۱۲۰ ورزشکارانو منتخبو لوبډلو ته وټاکل شول.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
